ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس (واع) له قوله راپور راکړ، الشمري د نجف ولایت د لیدنې پر مهال وویل: نجف اشرف د حسینی اربعین د میلیوني زیارت مهمه لاره ده او میلیونونه کسان په همدې لارې کربلا ته ځي.
هغه زیاته کړه: د مرستو، ملکي دفاع، او روغتیایي خدمتونو ټیمونه په بشپړ توګه تیارسئ دي او له نورو ولایتونو امنیتي ځواکونه هم ورغلي دي.
د ټریفک په برخې کې د پیاده زائرانو او ګاډو د جلا کولو پلان پلي شوی څو د سړک پېښې کمې شي. د هغه په وینا، د سږکال ټرافیکي پلان د تېرو کلونو په پرتله ډېر بریالی دی او د تېر په شان پېښې نه دي تکرار شوې.
الشمري وویل: د څارنې کیمرې، نوې راډارونه، او د لارښونکو څانګو بشپړ آمادهګۍ د امنیتي حالت د ښه کېدو لامل شوې ده او ټول ارګانونه لکه د یوې واحدې حجرې په شان ګډ کار کوي، څو دا زیارت د دې مناسبت د صاحب په شان ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4298883